د زندانونو چارو د سمون ادارې د مرکز کابل او د (۳۳) ولایتونو د زندانونو د حفظ او مراقبت امرینو او مدیرانو د ظرفیت لوړونې په موخه یو اونیز سمینار پای ته ورسېد

news_admin
Thu, Aug 28 2025 12:11 PM
فراغت

دغه سمینار چې د دې ادارې د تعمیراتو ریاست له لورې د سمینار ګدونوالو ته په لاره اچول شوی و، د دې ادارې تکړه او تجربه لرونکو استادانو له لورې د زندانونو د فورمه جاتو، برښنايي سیستم ، جنراتور او نورو اړوندو تخنیکي برخو کې هر اړخیر معلومات ورکړل شول.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د تعمیراتو رئیس محترم الحاج عبد الرحمن "عابد" په داسې حال کې، چې د مرکز او ولایتونو مسوولینو هم شتون درلود، په خپلو خبرو کې زیاته کړه؛ له ترلاسه کړو زده کړو او تجربو څخه په ګټې اخیستنې سره د زندانیانو د ښې پالنې او سالم چاپېریال برابرولو کې خپل مسوولیتونه په پوره صداقت سره سرته ورسوئ او له ترلاسه کړو زده کړو او تجربو څخه په خپلو عملي چارو کې ګټه پورته او د خپلو د مشرانو اطاعت وکړئ.

همداراز، د سمینار ګډونوالو د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ څخه د دا ډول روزنیزو سمینارونو جوړولو په پار مننه وکړله، او په راتلونکي کې دې ته ورته نورو ګټورو پروګرامونو غوښتونکي شول.

یاد مراسم، د زندانونو چارو د سمون ادارې له لخوا د سمینار ګډونوالو ته تصدیق پاڼې او ډالیو  پر ورکړې او دخير په دعايې سره پای ته ورسېدل.

 

ربیع الاول ۴/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS