د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ شورا غونډه کې د ځینو اړینو مسایلو په اړه خبرې اترې او مشورې وشوې

news_admin
Tue, Sep 02 2025 11:54 AM
شورای رهبری

دغه غونډه، چې نن(سې شنبه) د دې ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په مشرۍ او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم "طارق"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"او د ادارې د مرکزي برخو یو شمېر رئیسانو، همدا شان ملکي او نظامي مسوولینو په ګډون جوړه شوې وه، په کنړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د زلزلې پېښه یو زړه بوږنوونکې او له درده ډکه وبلله، چې په خواشینۍ سره ګڼ شمېر هیوادوال مو په کې شهیدان او ټپیان شوي، د الله تعالی له درباره شهیدانو ته جنت الفردوس او ټپیانو ته د عاجلې او پوره شفا غوښتنه وکړله.

دغه راز، په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د مشرقي زون زلزله ځپلو سره به نوموړې اداره هم د امکان تر بریده مرسته وکړي.

همدا شان، محترم الحاج مولوي محمد یوسف مستري د غونډې ګډونوالو ته سپارښتنه وکړله، چې له یو بل سره د اتحاد او اتفاق لرلو ترڅنګ د چارو د لا ښه ترسراوي او زندانیانو ته د اسانتیا په موخه له یو بل سره  مشوره وکړئ او کوم نعمتونه چې د الله تعالی (جل جلاله) له خوا راکړل شوي دي شکر ګزاره اووسو.

د غونډې پر دوام د محبسونو د چارو لا ښه والي په موخه پر یو شمېر حقوقي او تخنیکي مسایلو او زندانیانو ته د لاښو خدمتونو وړاندې کولو په هکله خبرې اترې او په اړه یې اصولي او تقنیني اسنادو په رڼا کې لازمې پرېکړې وشوې.

داراز، په یاده غونډه کې يو شمېر رئیسانو د چارو لا ښه والي لپاره خپل نظرونه، مشورې او وړاندیزونه د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ سره شریک کړل، چې د رهبرۍ محترم مقام يې په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

 

ربیع الاول ۹/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS