ولایتي خبرونه:(سرپل، بغلان) د سرپل ولایت د زندان زندانیانو ته د (عقاید اسلام) کتاب تر نامه لاندې شپږ ورځینی سیمنار پېل شو

news_admin
Mon, Sep 15 2025 2:54 PM
ولایتی

دغه سیمنار، چې د یاد ولایت زندان د مسوولینو په همغږۍ او د نوموړي ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لورې د زندان کارکوونکو او زندانیانو ته د ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوی، چې د شپږو ورځو په موده کې به ګډونوالو ته د عقاید اسلام کتاب په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل شي.

د نوموړي ولایت د زندان امر محترم ملا ګل محمد "بلخي" په وینا، دغه سمینار کې زندانیانو ته د پوهې لوړونې، منکراتو څخه د مخنيوي، په ټولنیز ژوند کې چلند او د نورو حقونو په هکله به معلومات ورکړل شي.

داراز، ګډونوالو د یاد سمینار په جوړولو خوښي وښوده او وویل؛ چې دا ډول برنامې دوی سره مرسته کوي څو له اسلامي عقایدو او ټولنیزو حقونو څخه خبر او په ژوند کې یې مثبت بدلون رامنځ ته کړي.

بغلان:

د بغلان د زندان پرسونل او زندانیانو لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ ترسره شوې

 

د دغه ولایت د زندان مسوولین زیاتوي، تېره ورځ په یاد زندان کې د ورزش مینه والو زندانیانو او  پرسونل د ټېمونو  ترمنځ دوستانه سیالۍ ترسره شوې.

د نوموړو مسوولینو  په وینا، دغو سیالیو موخه د دواړو لورو ترمنځ د یوې ښې او سالمې فضا رامنځ ته کول وو، څو له یوې خوا زندانیان د خپګان احساس ونه کړي او له بلې خوا ورته د ورزش زمینه برابره شي او پرمټ یې روحي او جسمي روغتیا او سلامتیا ترلاسه کړي.

ربیع الاول ۲۲/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS