د بلخ ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز کې محجوزینو ته د ښوونې او بیا روزنې برسېره د ژوندانه ټولې اسانتیاوې برابرې شوي

news_admin
Thu, Sep 18 2025 10:24 AM
مزار

د بلخ ولایت د زندان رئیس محترم مولوي کمال الدین "زاهد" وویل چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په هڅو او د یاد زندان د مسوولینو په همکارۍ د یاد مرکز محجوزینو لپاره د هغوی د شرعي او انساني حقونو مراعاتولو او پام کې نیولو ترڅنګ نور اړین خدمات ترسره شوي.

محترم مولوي زاهد زیاتوي، چې د یاد ریاست د مسوولینو له لورې د یاد مرکز محجوزینو ته د لا غوره چوپړتیاوو برابرولو او لا نورې ښې پاملرنې او هغوی د اصلاح په موخه د یاد مرکز له لورې د برابرو شویو ګټورو ښوونیزو، روزنیزو، حرفوي او ورزشي برنامو ترڅنګ، د نوموړي مرکز پر محجوزینو نوي توشکونه، بالښتونه، ورزشي جامې، د حفظ الصحیې توکي او د اړتیا وړ اړین وسایل ویشلي دي.

 

ربیع الاول ۲۵/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS