د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس په مشرۍ پلاوي بلخ ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

news_admin
Thu, Sep 18 2025 12:09 PM
بلخ

د دې ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف"مستري" د نوموړي ولایت د زندان وضعیت و ارزاوه او له مسوولینو سره یې هم پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.

داراز، محترم الحاج مولوي محمد یوسف مستري په مشرۍ  پلاوي د دغه ولایت د زندان له زندانیانو سره ولیدل او هغوی ورته د خپل حالت او د زندان د مسوولینو له خوا د مناسبو خدمتونو وړاندې کولو په اړه معلومات ورکړل او هم یې ځینې غوښتنې لرلې، چې د پلاوي له لورې اړوندو مسوولینو ته سپارښته وکړله چې د هغوی ستونزو او غوښتنو ته رسېدنې وکړي.

په ورته مهال، د نوموړې ادارې عمومي رئیس د نوموړي زندان د ښوونې بیا روزنې،  ډوډۍ او خوړو پخولو، اباتې، د برېښنايي خدماتو وړاندې کولو تعمیراتي او روغتیايي چارې له نږدې وارزولې او د هغو لا ښه والي لپاره اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف مسترۍ په مشرۍ پلاوي د بلخ ولایت د زندان امنیتي ټاورونو، قراولونو، امنیتي پوستو او نورو برخو څخه لیدنه وکړله او د امنیتي تدابیرو لا ښه والي لپاره اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

 

ربیع الاول ۲۵/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS