ولایتي خبرونه:(کندز، بادغیس) د کندز د زندان رئیس او مل پلاوي یې د دې ولایت د امام صاحب ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

news_admin
Sat, Sep 27 2025 9:36 AM
ولایتی

د دغه ولایت د زندان رئیس محترم ملا نعمت الله "سراجي" او مل پلاوي یې تېره ورځ د نوموړي ولایت د امام صاحب ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.

داراز، پلاوي د دغې ولسوالۍ د توقیفخونې توقیفیانو د اوسېدو ځایونه، اعاشې، اوبو او افتابۍ سربېره له نوموړو سره ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.

بل خوا بیا، د باغیس ولایت د زندان د اصلاح مرکز له محجوزینو او ښځینه محبوسینو سره د (یونیسف) موسسې له لورې د حفظ الصحې توکو مرسته وشوه

یاده مرسته، د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ، چې په کې  ستلونه، کوزې او یو شمېر د اړتیا وړ نور توکي شامل ول، د یاد زندان مسوولینو له لورې د نوموړې موسسې د استازو په حضور کې د یاد زندان پر محجوزینو او ښځینه محبوسینو باندې وویشل شوې.

داراز، د یاد زندان مسوولینو د نوموړې موسسې له مرستو څخه مننې ترڅنګ راتلونکي کې هم د ورته مرستو غوښتنه وکړله.

 

 

ربېع الاخر ۴/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS