د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي زندان رئیس د یوناما دفتر له پلاوي سره وليدل

news_admin
Tue, Oct 07 2025 2:53 PM
mahbas

د کابل  ولایت د څرخي پله مرکزي زندان رئیس محترم الحاج مولوي عبدالمالک "خاکسار" ‌په داسې حال کې، چې د نوموړي زندان یو شمېر مسوولینو هم شتون درلود، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستندویه ماموریت "یوناما" د بشري حقونو د برخې له پلاوي سره ولیدل او د زندانیانو د ژوندانه د وضعیت، د هغوی د بشري حقونو د خوندیتوب او په نورو اړوندو موضوعاتو یې ورسره خبرې اترې وکړې.

داراز، د دې زندان رئیس یاد پلاوي څخه د زندانیانو لپاره د صحي، اعاشوي، صنعتي او یو شمېر نورو برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړله چې د پلاوي له لوري ورته د رسېدنې ډاډ ورکړل شو.

دغه راز، نوموړي پلاوي د یاد زندان له زندانیانو سره هم ولیدل او د هغوی لپاره یې د ښو خدماتو او اسانتیاوو د رامنځته کولو او د بشري حقونو د خوندیتوب په موخه د مسوولینو هڅې یې وستایلې.  

 

ربېع الاخر ۱۴/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS