د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال په مشرۍ یوه پلاوي د لوګر ولایت له زندانه لیدنه وکړله

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د دې ادارې ښوونې او بیا رزونې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" او یو شمېر مسوولینو یې ملتیا کوله، لوګر ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د زندان څخه د لیدنې ترڅنګ، مسوولینو سره یې پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې.
تر هغې وروسته نوموړي د لوګر ولایت د زندان له زندانیانو سره هم ولیدل او د هغوی د ستونزو تر اورېدو وروسته یې وویل: « موږ هڅه کړې چې تاسو ته اصلاحي او روزنیز پروګرامونه عملي کړو، نو هیله لرو چې له یوې خوا دا ستاسو د اصلاح او بیا روزنې لامل شي او له بلې خوا ښه به دا وي چې په کې ونډه واخلئ او له بنده تر ازادېدو وروسته د یو سالم وګړي په توګه خپلې کورنۍ او ټولنې سره یو ځای شئ».
په ورته وخت کې، د یاد ولایت د زندان زندانیانو د نوموړي پلاوي پر ورتګ خوښي وښوده او له دوی سره د زندان د مسوولینو له خوا د ښه چلند له امله رضایت څرګند کړ.
په پای کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي د لوګر ولایت د زندان د مالي او اداري، صنعتي، تخنیک، لوژستیک، مخابرې، د ډوډۍ او خوړو پخولو، روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او تعمیراتي چارو د لیدنې ترڅنګ، د امنیتي ټاورونو، قراولونو، پوستو او نورو امنیتي برخو وضعیت په جلا جلا توګه له نږدې وارزاوه او د هغو د لا ښه والي او شتو ستونزو د هواري په موخه یې مربوطه مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
ربېع الاخر ۲۱/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت