‍ولایتي خبرونه ( کندز، بلخ، ننګرهار) د کندز ولایت د زندان مسوولینو دې ولایت د خان اباد ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

news_admin
Tue, Oct 21 2025 2:29 PM
ولایتی

د کندز ولایت د زندان رئیس محترم ملا نعمت الله "سراجي"د نوموړي ولایت د خان اباد ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې وکړې.

دا راز، پلاوي د دغې ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره هم ولیدل او هغوی له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ، خپلې ستونزې او غوښتنې ، شریکې کړې چې د مسوولینو له لورې د هغوی دې غوښتنې ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.

په ورته وخت کې، مسوولینو د یادې توقیفخونې مسوولینو سره په خبرو کې نوموړو ته زیاته کړله چې دا زموږ او ستاسو ګډ مسوولیت دی څو د زندانیانو په ساتنه او پالنه کې ځانګړې پاملرنه وکړو.

بلخ:

د یو بل خبر له مخې، د بلخ ولایت له زندان سره د واک موسسې له لورې د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

 

یاده مرسته، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د واک موسسې له لورې د بلخ ولایت د نهر شاهي ولسوالۍ د ښځینه محبس له محبوسینو سره چې د کالیو منځلو پودر، شامپو، د غاښونو کریم او برسونه، صابون، ځان پاک او د اړتیا وړ نور توکي شامل ول، د یادې ولسوالۍ په ښځینه محبوسین باندې ووېشل شوه.

د دې زندان رئیس محترم مولوي کمال الدین " زاهد" د نوموړې موسسې څخه د مننې  ترڅنګ، یادې مرستې اړینې وبللې او ترڅنګ يې په نورو کورنیو او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

ننګرهار:

بل لور بیا، د سره صليب نړيوالې کمېټې په همکارۍ د ننګرهار په  زندان کې  د بيارغونې دوه پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

 

د سره صليب نړيوالې کمېټې (ICRC) دفتر  په همکارۍ د ننګرهار ولايت په زندان کې د بيارغونې په موخه دوه پروژې  چې د زندان د عمري « تورغر» بلاک د پايوازانو د ناستې ځای او د «غزنوي» ښځينه بلاک د محبوسينو د اوسېدو خونې په کې شامل دي تر بیا جوړونې وروسته نن رسماً ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د دې پروژو د پرانيستې پر مهال د ننګرهار ولايت د زندان رئيس محترم مولوي سهيل "سعيد" د سره صليب نړيوالې کمېټې د مرستو او همکاريو څخه مننه وکړله او وویل چې د زندانيانو د اوسېدو لپاره د مناسب چاپېريال برابرول يو انساني مسؤوليت دی، هغه له يادې کمېټې څخه وغوښتل چې د ورته نورو پروژو پلې کولو  کې هم خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

داراز، د دې ولایت د سره صلیب کمېټې مشر سلطان "ناصري" یاد زندان سره د خپلې همکارۍ د دوام ترڅنګ زیاته کړله، چې د دې پروژو څخه موخه زندانیانو ته د ژوند د شرایطو ښوالی او د هغوی د پایوازانو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول دي.

 

ربیع الاخر ۲۸/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS