ولایتي خبرونه: (کندز، غزني، پروان) کندز: د کندز ولایت د زندان (۱۵۵) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

news_admin
Wed, Oct 22 2025 1:46 PM
ولایتی

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون دارې په همغږۍ  زندانونو  د محبوسینو د نسبتي دوسیو کره څېړنه کړې، چې د هغوی د څېړنې او نظر پربنسټ او د افغانستان د سترې محکمې عالي مقام د تاییدۍ په اساس د کندز ولایت د زندان د ښځینه، نارینه او محجورینو په ګډون (۶۳) تنو محبوسینو د حبس پاتې مودې عفو او خوشې شول او (۹۲) تنو نورو د حبس په موده کې تخفیف یا کموالی راغی.

د یادونې وړ بولو، چې د یاد بهیر په ترڅ کې هغه محبوسین او محجوزین له عفوې او تخفیف څخه برخمنېدای شي، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا زندانونو کې د دیني او عصري علومو، کسب زده کړو، اصلاحي او نورو ښوونیزو او روزنیزو علمي او عملي برنامو کې یې ښه برخه اخیستې وي، په سلوک کې یې اصلاح راغلې وي او د ټاکل شوي حبس درېیمه برخه یې بشپړه کړې وي.

غزني:

د غزني ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ  د سیرت النبي(صلی الله علیه وسلم)  سیالۍ ازموینه واخیستل شوه

 

په دغه سیالۍ کې د دې زندان (۱۳۰) تنو زندانیانو ګډون کړی وو، د نوموړي زندان له لورې او د الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په همغږۍ او یو شمېر سیمه ییزو مسوولینو په شتون کې په روڼه توګه ترې ازموینه واخیستل شوه.

د غزني ولایت د زندان مسوولینو په وینا، دا ډول علمي، دیني او روزنیزو پروګرامونه به د زندانیانو د اصلاح، سالمې ساتنې او معنوي پرمختګ لپاره ډیر اغیزمن دي او په راتلونکې کې به دا لړی دوام ولري.

داراز، د زندان زندانیانو د یادو سیالیو خوښي وښوده او د زندان مسوولینو ته یې په راتلونکي کې د دا ډول سیالیو د ګډون ډاډ ورکړ.

 

پروان:

د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا د پروان ولایت زندان ته د ځمکې اسناد د یاد زندان مسوولینو ته وسپارل شوه

د نوموړي زندان د مسوولینو په وینا؛ یاده ځمکه د اراضۍ لوی رياست لخوا یادې ادارې ته د پروان ولايت مرکز کې په (۱۸) جريبه ځمکه باندې د مرکزي زندان د جوړولو په موخه اسناد ولېږدول شوه.

 

 

ربېع الاخر ۲۹/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS