د ننګرهار ولایت د زندان (۶۶۹) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

news_admin
Thu, Oct 23 2025 9:58 AM
ولایتی

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون دارې په همغږۍ  زندانونو  د محبوسینو د نسبتي دوسیو کره څېړنه کړې، چې د هغوی د څېړنې او نظر پربنسټ او د افغانستان د سترې محکمې عالي مقام د تاییدۍ په اساس د ننګرهار ولایت د زندان د ښځینه، نارینه او محجورینو په ګډون (۲۱۹) تنو محبوسینو د حبس پاتې مودې عفو او خوشې شول او (۴۵۰) تنو نورو د حبس په موده کې تخفیف یا کموالی راغی.

د نوموړي زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" خوشې شویو کسانو ته په خپلو خبرو کې وویل؛ چې دې فرصت څخه سمه ګټه پورته کړئ او په زندان کې مو چې کومې دیني، عصري او حرفوي زده کړي ترلاسه کړي په ورځني ژوند کې ترې ګټه پورته او د سالمو وګړو په څېر خپل هېواد ته د خدمت جوګه شئ.

د یادونې وړ بولو، چې د یاد بهیر په ترڅ کې هغه محبوسین او محجوزین له عفوې او تخفیف څخه برخمنېدای شي، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا زندانونو کې د دیني او عصري علومو، کسب زده کړو، اصلاحي او نورو ښوونیزو او روزنیزو علمي او عملي برنامو کې یې ښه برخه اخیستې وي، په سلوک کې یې اصلاح راغلې وي او د ټاکل شوي حبس درېیمه برخه یې بشپړه کړې وي.

 

جمادی الاول ۱/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امری

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS