د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس د ا.ا.ا. په استازیتوب د(ICPA)   ۲۷م نړیوال کنفرانس کې د ګډون په پار ترکیې هېواد ته سفر وکړ

news_admin
Wed, Oct 29 2025 11:50 AM
سفر ترکیه

دغه کنفرانس، چې د ترکیې په استانبول ښار کې جوړ شوی، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" او مل پلاوي په کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په همکارۍ ګډون کړی دی.

یاد کنفرانس کې به ګډونوالو ته د زندانونو د اصلاحاتو، د زندانونو د کارکوونکو د مسلکي وړتیا لوړونې د څرنګوالي، د زندانیانو د ښوونې او روزنې او هغوی ته د اسانتیاوو برابرولو د څرنګوالي په هکله معلومات ورکړل شي.

د یادونې ده، چې نوموړی کنفرانس د ۲۰۲۵ زېږدیز کال د اکټوبر په ۲۶مه پیل شوی او تر ۳۱مې نېټې پورې به دوام ولري.

په دې کنفرانس کې د افغانستان په شمول د ۸۵ بېلابېلو  هېوادونو اړوند استازي برخه لري.

 

جمادي الاول ۷/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS