د ا.ا.ا. د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس او مل پلاوي د ترکیې هېواد د زندانونو ادارې عمومي رئیس سره ولیدل.

news_admin
Wed, Oct 29 2025 3:38 PM
ملاقات

 

د ا.ا.ا د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئيس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په استانبول کې د ا.ا.ا. جنرال قونسل محترم مفتي محمد عظيم "عظيمي" په ملتیا د  زندانونو د روزنې او اصلاح يا(ICPA)  نړيوال کنفرانس په څنډه کې د نوموړي هېواد د زندانونو ادارې د عمومي رئيس محترم انیس یاووز "ییلدریم" او د هغه له مرستیال محترم فاتح سره ولیدل.

په ليدنه کې دواړو لوريو په ترکيه کې د افغان زندانیانو او افغانستان ته یې د رالېږد او نورو اړوندو مسایلو په اړه خبري اترې او سلا مشورې وکړې.

په ورته وخت کې، د ترکيې هېواد د زندانونو ادارې عمومي رئيس د افغانستان د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس او د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې غړي سره په مربوطه برخو کې د همکاری ژمنه وکړله.

 

جمادي الاول ۷/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS