د (ای سي ار سي) له لوري د کابل ولایت د څرخي پله له مرکزي محبس سره د طبي او نورو اړتیا وړ توکو مرسته وشوه
یاده مرسته کې چې قرطاسیه، کاري-دفتري مېزونه، څوکۍ، المارۍ، د صحي کلینیک د کتنځي او د اړتيا وړ نور طبي وسایل شامل و، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ او د افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ای سي ار سي) له لوري د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي محبس ته وسپارل، چې د یا محبس د مسوولینو له خوا د دې محبس په روغتیايي کلینیک کې د محبوسینو د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو لپاره ځای پر ځای شول.
د نوموړي محبس مسوولینو د یادې کمېټې له همېشنیو مرستو له امله د خوښۍ په څرګندولو دا ډول مرستې اړینې وبللې او له نورو ملي او نړۍوالو بنسټونو څخه یې هم د ورته مرستو او همکاریو هیله وکړه.
جمادي الثاني ۸/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
