د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي د کندهار او زابل ولایتونو له زندانونو ارزونه وکړه

news_admin
Tue, Dec 02 2025 11:18 AM
ولایتی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه، د دې ادارې د څارنې او ارزونې ریاست یو پلاوی کندهار او زابل ولایتونو ته په سفر ولاړ او هلته یې د نوموړو ولایتونو د (۱۴۰۴) لمریز کال د زندانونو تطبیقي او تفصیلي پلانونه وڅارل او وارزول.

داراز، پلاوي د یادو زندانونو ټولې اداري او تخنیکي چارې وارزولې، د زندانیانو د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په اړه يې معلومات راټول او ژمنه یې ورسره وکړه، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري به پرې خبروي، څو یې په مرکز کې ورته حللاره پیدا او په اړه یې مناسبه پرېکړه وکړي.

په پای کې، د نوموړي پلاوي له لورې د یادو زندانونو کارکوونکو ته د مربوطه کاري وړتیا د لوړونې په موخه د ربعوار او میاشتني راپورونو د چوکاټ تشرېح تر عنوان لاندې په جلا جلا توګه روزنیز سیمینارونه هم ترسره شول.

 

جمادي الثاني ۱۱/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS