د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د نظامي چارو مرستیال د دې ادارې د پولیسو د حقوقو عمومي مدیر او یو شمېر نظامي مسوولینو سره ولیدل

news_admin
Tue, Dec 02 2025 2:43 PM
نظامی

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" نن(سې شنبې) په خپل کاري دفتر کې له نوموړو مسوولینو سره په دې لیدنه د سلسله مراتبو، د زندانونو د نظامي برخې د حقوقو، نظامي نظم او ډسپلین په پام کې نیولو، مسلکي زده کړو او اړوندو نورو مسایلو په اړه خبرې اترې وکړې.

داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او  د نظامي چارو مرستیال په خپلو خبرو کې وویل: «د شفافیت، نظامي نظم، ښې همغږۍ او اغېزناکو امنیتي تدابیرو په رامنځته کولو سره کولی شو چې په ګډه د زندانونو او زندانیانو د امنیت د لا خونديتوب لپاره کار وکړو».

په ورته وخت کې، د پولیسو د حقوقو عمومي مدیر له خوا د یوه پرزنټیشن په ترڅ کې د دې مدیریت اړوند کاري معلومات هم وړاندې شول، چې محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" یې له لیدو او اورېدو وروسته د رضایت په څرګنولو سره ټولو نظامي مسوولینو او پرسونل ته سپارښتنه وکړه، څو ورسپارل شوي مسوولیتونه او چارې د اسلامي شریعت او تقنیني اسنادو مطابق او پر وخت ترسره کړي.

 

جمادي الثاني ۱۱/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS