ولایتي لنډ خبرونه: (ننګرهار،غزني، میدان دردګ)

news_admin
Wed, Dec 03 2025 12:11 PM
ولایتی

د ننګرهار د زندان نظامي مدیر سمونوال محمد امین نظامي په مشرۍ یوه پلاوي د دې ولایت د دره نور، خوګیاڼو، حصارک او شېرزاد ولسوالیو له توقیفخونو څخه ليدنه وکړه او له مسوولینو سره یې د اړوندو فعالیتونو، زندانیانو ته د خدمتونو وړاندې کولو او نورو مهمو مسایلو په هکله خبرې اترې وکړې.

داراز، یاد پلاوي د نوموړو ولسوالیو د توقیفخونو له توقیفیانو سره هم وکتل، د هغوی خبرې او غوښتنې یې واورېدې او ورته د رسېدنې ډاډ یې ورکړ.

تر هغې وروسته، پلاوي د یادو توقیفخونو له لوژستیکي، اعاشوي اباتوي، حفظ الصحې او محاکماتي چارو ارزونه وکړه او مسوولینو ته یې د توقیفیانو د انساني حقونو د رعایتولو او ستونزو ته د رسېدنې سپارښتنه وکړه.

په ورته وخت کې، د سمونوال محمد امین نظامي په مشرۍ پلاوي د نوموړو ولسوالیو د توقیفخونو مسوولینو او پرسونل ته په امنیتي چارو کې مهمې لارښوونې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې د توقیفخونو د ښه مدیریت او اغېزمن امنیت لپاره دې لازم تدابیر په جدي توګه په پام کې ونیسي.

غزني:

د غزني ولایت د زندان له ښځینه  محبس سره د یونیسف موسسې له لورې د ژمنیواو روغتیايي توکو مرسته وشوه.

یاده مرسته، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو، د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همغږۍ او د یونیسف موسسې له خوا وشوه، د دغه ولایت د زندان د مسوولینو له لورې پر ښځینه محبوسیونو او د هغوی پر ماشومانو په شفافه توګه وویشل شوه.

د غزني ولایت د زندان رئیس  محترم ملا نوربلال "شاهین" د یونیسف ادارې له دغې انسان دوستانه مرستې مننه او په راتلونکې کې یې د ورته مرستو د دوام هیله څرګنده کړه.

میدان وردګ:

په ورته مهال، د یونیسف موسسې له لورې د میدان وردګ ولایت د زندان له ښځینه محبوسینو او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو سره هم د کمپلو، جورابو، روغتیايي او نورو اړتیا وړ یو اندازه توکو مرسته وشوه، چې د دې زندان د امر محترم مولوي محمد هاشم "حقاني" او نورو مسوولینو له خوا پر یادو محبوسینو او محجوزینو په روڼه توګه وویشل شول.

 

جمادي االثاني۱۲/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS