د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو ریاست او سره صلیب نړیوالې کمېټې ترمنځ د مرکزي زندان د ګارنېزیون په انګړ کې ۱۴۰۴هجري لمریز کال د کرنیزو او تولیدي پروژو د ارزونې ناسته ترسره شوه

news_admin
Sun, Dec 07 2025 3:13 PM
ol

په ناسته کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله  "اخلاص" په داسې حال کې، چې د زندانونو په برخه کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې سلاکار محترم رابرټ هالڼدر، د یادې کمېټې د همغږۍ مسوول محترم گریک مولر او یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود، په روان کال کې د کرنیزو پروژو اړوند ستونزو، ننګونو، لاسته راوړنو او د راتلونکي کال پلانونو په اړه خبرې اترې وکړې.

داراز، محترم عبید الله اخلاص د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د همېشنیو همکاریو او مرستو څخه د مننې سربېره په تېر یو کال کې د کرنیزو پروژو له لارې د زندانونو لپاره د تخمونو، تازه حاصلاتو او خوراکي توکو د برابرولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ یادونه او زیاته کړله؛ چې یاده اداره هڅه کوي څو په راتلونکې کې ۱۰ هکتاره ځمکه د غنمو او نورو نباتاتو د کرلو ترڅنګ د اوبو رسولو سیستم هم جوړ کړي.

همداراز، د سره صلیب نړیوالې کمېټې استازو د زندانونو چارو د سمون ادارې هڅې وستایلې او ډاډ يې ورکړل چې د امکاناتو تر کڅې به د تخنیکي او مسلکي همکارۍ لړۍ ته دوام ورکړي.

همداشان، په ناسته کې پرېکړه وشوه چې د راتلونکي کال لپاره به د ځمکو توسعه د اوبو لګونې سیستمونو پیاوړتیا او نورو  کرنیزو  پروګرامونو د پېل لپاره ګډې طرحې عملي شي.

 

جمادي الثاني ۱۶/ ۱۴۴۷

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS