د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د زابل ولایت له زندانه ارزونه وکړله

news_admin
Tue, Dec 23 2025 11:31 AM
زابل

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق"په داسې حال کې، چې د دغې ادارې د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور"طیب" او یو شمېر نور مسوولین هم ورسره و، زابل ولایت ته د سفر په ترڅ کې د نوموړي ولایت د زندان مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.

د محترم الحاج محمد کاظم "طارق"په مشرۍ پلاوي د نوموړي زندان له مسوولینو سره په لیدنه کې د نظم، ډسپلین او زندانیانو سره د چلند او هغوی ته د شرعي اصولو سره سم د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو سپارښتنه وکړله.

داراز، د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د زابل د زندان د زندانیانو خونو ته ولاړ او هلته یې له بندیانو سره په کتنه کې، د هغوی خبرې او غوښتنې واورېدې او ورته یې له خپله اړخه د رسېدنې د ژمنې ترڅنګ، د دغه زندان مسوولینو ته هم لارښوونې وکړې.   

همداراز، محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په مشرۍ پلاوي د نوموړي زندان د پرسونل او زندانیانو لپاره د خوړو، اباتې، پخلنځي، کانتین، تعمیراتي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

همداشان، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال لوی پاسوال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" په مشرۍ پلاوي د زابل ولایت د زندان له امنیتي قراولونو، ټاورونو، او امنیتي پوستو څخه په جلا جلا توګه لیدنه وکړله او د زندانیانو د امنیت د لا ټینګښت په موخه یې امنیتي مسوولینو ته یو لړ سپارښتنې وکړې.

 

رجب المرجب ۲/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS