ولایتي خبر:(زابل) د زابل ولایت له ښځینه زندان سره د یونیسف موسسې له لورې د ژمنیو، حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

news_admin
Mon, Jan 26 2026 2:13 PM
ففف

یاده مرسته، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د یونیسف موسسې له لورې چې جاکټونه، خولۍ، بوټونه جرابې د حفظ الصحې او د د اړتیا وړ نور توکي شامل ول، د یاد زندان پر ښځینه محبوسینو باندې د یادې موسسې د مسوولینو په حضور کې ووېشل شوه.

د زابل ولایت د زندان مسوولینو د نوموړې موسسې څخه د مننې  ترڅنګ، یادې مرستې په دې ساړه موسم کې اړینې وبللې او ترڅنګ يې په نورو کورنیو او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

 

شعبان المعظم ۷/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS