د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال په افغانستان کې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له استازې سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل

news_admin
Mon, Jan 26 2026 2:20 PM
تنناغعخغع

د دې ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري محمد بلال "فاتح" ‌په داسې حال کې، چې د نوموړې ادارې له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق"، د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، په افغانستان کې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له استازې اغلې سیلویا ایزو په مشرۍ پلاوي سره ولیدل او د زندانیانو د ژوندانه د وضعیت، روغتیا، ښوونې او بیا روزنې، ظرفیت لوړونې، د هغوی د بشري حقونو د خوندیتوب او په نورو اړوندو موضوعاتو یې ورسره خبرې اترې وکړې.

همداشان، د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري محمد بلال فاتح نوموړي پلاوي ته د ښه راغلاست وويلو ترڅنګ د یادې کمېټې د همکاريو څخه مننه وکړله او وویل چې د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوند زندانونه په اصلاحي او روزنیزو مرکزونو بدل شوي، د هغوي ټول شرعي او  انساني حقونه خوندي او د دیني، عصري او حرفوي زده کړو زمینه هم ورته برابره شوې.

داراز، د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له استازي څخه د زندانیانو لپاره د مناسبې تغذیې، د روغتیایي تجهیزاتو، روغتیایي مراکزو او د متخصصو ډاکټرانو په ګومارنې، ښځینه زندانیانو ته د روزنې موادو برابرولو او د هغوی لپاره د روغتیا په برخه کې د اړینو توکو او موادو برابرول، او یو شمېر نورو برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړله چې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له استازې اغلې سیلویا ایزو په مشرۍ پلاوي له لوري ورته د رسېدنې ډاډ ورکړل شو.

 

شعبان المعظم ۷/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS