ولایتي خبر(ننګرهار) د ننګرهارولایت په زندان کې د قرآنکريم د تفسير دوره پيل شوه

news_admin
Sun, Feb 01 2026 2:07 PM
ننگرهار

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د یاد زندان مسوولینو په هڅو د ښوونیزو پروګرامونو پر دوام، د روژې مبارکې میاشتې را رسېدو په پار د یاد ولایت په زندان کې د قرآن عظيم‌الشان د تفسير دوره د زندان نظامي او ملکي پرسونل ته د ديني پوهاوي، اخلاقي روزنې او معنوي اصلاح په موخه پيل شوه، چې د روژې مبارکې مياشتې تر پايه به په منظم ډول دوام ولري.

 د ننګرهار ولايت د زندان رئيس محترم مولوي سهيل "سعيد" د يادې دورې د پيل پر مهال د قرآنکريم پر ارزښت، د هغه پر عملي کولو او د اسلامي اخلاقو پر پياوړتيا خبرې وکړلې او ټينګار يې وکړ، چې د اسلامي زده‌کړو پراختيا د ټولنې د اصلاح بنسټ جوړوي، په ځانګړي ډول د زندانونو په چاپېريال کې ديني پروګرامونه د مثبت بدلون او سمون اغېزناک رول لري، نوموړي زياته کړله، چې د يادې دورې ترڅنګ، د زندان په بېلابېلو بلاکونو کې هم زندانيانو ته د قرآنکريم تفسير، د سيرت النبي صلی الله عليه وسلم تدريس او نور اصلاحي درسونه په ښه توګه روان دي، تر څو زندانيان د خپل ژوند د سمون، توبې او اصلاح لور ته وهڅول شي.

 

شعبان المعظم ۱۳/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS