د زندانونو چارو د سمون ادارې او د سره صلیب نړۍوالې کمېټې ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

news_admin
Mon, Feb 09 2026 1:54 PM
ای سی از سی

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف"مستري" په داسې حال کې، چې د دغې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله"اخلاص"، د ازادۍ د سلب پر ځایونو د څارنې رئیس محترم داریوش"مجددي" او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، په افغانستان کې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له استازي محترم ګریګ مولر په مشرۍ پلاوي سره په کتنه کې د دواړو لوریو پرخپلمنځي همغږۍ زیاتولو، یو له بل سره په کډو همکاریو، تخنیکي مرستو، د زندانیانو د روغتیا پاملرنې، حفظ الصحې، بريښنا، اوسېدو ځایونو، لیدو کتو او د هغوی اعاشې، اباتې او تغذیې په اړه ورسره بحث وکړ.

 د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" د یادې کتنې په ترڅ کې خپلو خبرو کې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې استازي او ورسره راغلو همکارانو ته د ښه راغلاست سربېره د یادې کمېټې له همکارۍ څخه په مننې زیاته کړله؛  زمونږ هوډ او هڅه دا ده، چې د دیادې ادارې تر چتر لاندې د هیواد په ټولو زندانونو کې د زندانیانو شرعي او انساني حقوقونه خوندي وي.

په ورته وخت کې، د سره صلیب نړۍوالې کمېټې راغلي پلاوي د یادې ادارې کړنې او زندانیانو ته د ښو خدماتو پر وړاندې کولو سره د ستایلو ترڅنګ د نوموړې کمېټې له خوا زندانیانو او زندانونو ته په شفافه توګه د مرستو رسولو او ویشلو لپاره د همغږۍ او زمینې برابرولو په موخه خوښي څرګنده کړله او په راتلونکي کې د چارو د لا ښې همغږۍ او پیاوړتیا لپاره د همکارۍ ډاډ ورکړ.  

 

شعبان المعظم ۲۱/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS