د کندز د زندان رئیس او مل پلاوي یې د دې ولایت د امام صاحب او دشت ارچي ولسواليو له توقیفخونو څخه ليدنه وکړله

news_admin
Mon, Feb 16 2026 2:09 PM
انت

د دغه ولایت د زندان رئیس محترم ملا نعمت الله "سراجي" او مل پلاوي یې تېره ورځ د نوموړي ولایت د امام صاحب او دشت ارچي ولسوالیو له توقیفخونو څخه د لیدنې پرمهال د یادو توقیفخونو له مسوولینو سره د لېدو سربېره پر یو شمېر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړلې.

داراز، پلاوي د دغو ولسوالیو د توقیفخونو له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې غوښتنې شرېکې کړې، چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وشوه.

په پای کې، د کندز ولایت د زندان رئیس او مل پلاوي د نوموړي زندان اداري، پخلنځي او تخنیکي چارو سربېره امنیتي ټاورونو، قراولونو او پوستو څخه هم لیدنې وکړله او د چارو د لاښه والي په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښونې وکړلې.

 

شعبان المعظم ۲۸/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS