ولایتي خبرونه: (بادغیس، پکتیا) د بادغیس ولایت په زندان کې د زندانیانو لپاره د فکري اصلاح په موخه دوه ورځینی سمینار پای ته ورسېده

news_admin
Tue, Feb 24 2026 9:48 AM
ولایتی

د نوموړي زندان امر محترم ملا سید باران "عدالتي"په وینا، دا ډول سمینارونه به د زندانیانو د فکري سمون سربېره د هغوی د اصلاح سبب وګرځي.

همدا شان، د سمینار ګډونوالو د خوښۍ په څرګندولو سره د دا ډول سمینارونو جوړول ګټور یاد کړل او د زندان مسوولینو څخه يې د ورته نورو برنامو پر جوړولو ټینګار وکړ.

پکتیا:

د پکتیا ولایت د زندان رئیس او مل پلاوي تېره ورځ د یاد ولایت د څمکنیو ولسوالۍ له توقیفخونې څخه لیدنه وکړله

د یاد زندان رئیس محترم قاري عبد الغني عادل او ورسره پلاوي په پیل کې د څمکنیو  ولسوالۍ د توقیفخونې له مسوولینو سره پر اړینو او اړوندو مسایلو خبرې وکړې وروسته د نوموړي زندان اداري، پخلنځي، د خوړو څرنګوالي او تخنیکي چارو څخه په جلا جلا توګه هم لیدنه وکړله او د چارو د لاښه والي په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښونې وکړلې.

 

رمضان المبارک ۰۷/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت‌

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS