ولایتي خبر:(نورستان) د نورستان ولایت د زندان په انګړ کې زینتي او میوه لرونکي نیالګي کینول شول

news_admin
Sat, Apr 04 2026 8:50 AM
نورستان

د نوموړي ولایت د زندان مسوولینو او پرسونل له لورې د یو حشر په ترڅ کې د دې ولایت د زندان په انګړ کې سلګونه زینتي او میوه لرونکي نیالګي کینول شول.
د یاد زندان امر د چاپیریال د سمسورتیا او لا ښکلا په موخه د نیالګیو کینول اړین یاد کړل او اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړله، چې د یاد زندان په انګړ کې له ټولو شنو ونو او نورو بوټو څخه په سمه توګه ساتنه وکړي.

 

شوال المکرم ۱۷/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS