د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان له امنیتي مسوولینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړله

news_admin
Sat, Apr 11 2026 3:16 PM
نظامی

د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال محمد کاظم "طارق"، د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم الحاج اسدالله "مولانا"، د کابل ولایت د توقیفخونو رئیس محترم محمد ګل "جګرخون"، د کشف او اپراتيفي رئیس محترم مولوی عبدالشکور "طیب"، د کابل ولایت د نشه یي توکو ځانګړي امنیت لرونکي محبس امر محترم مولوي حبیب الرحمن "رحماني"او یو شمېر نورو امنیتي مسوولینو هم ګډون درلود، د زندان د امنیتي وضعیت، د نظم او انضباط د لا ټینګښت او د احتمالي ننګونو د مخنیوي پر لارو چارو هر اړخیز بحث وشو.

داراز، محترم الحاج محمد کاظم طارق د امنیتي مسوولینو هڅې وستایلې او ټینګار یې وکړ، چې د زندانونو امنیت د زندانیانو لپاره حیاتي ارزښت لري او باید په دې برخه کې لا زیاته همغږي موجوده وي.

نظامي مرستیال همداراز سپارښتنه وکړله، چې د امنیتي تدابیرو د پیاوړتیا ترڅنګ دې د کارکوونکو ترمنځ همغږي زیاته شي.

په پای کې، د څرخي پله مرکزي زندان امنیتي مسوولینو هم ډاډ ورکړ چې د ادارې د لارښوونو پر بنسټ به خپل مسوولیتونه په پوره ژمنتیا ترسره کوي او د زندان د امنیت د ساتنې لپاره به خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.

 

شوال المکرم ۲۴/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS