د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د خوست ولایت له زندانه لیدنه وکړله

news_admin
Wed, May 13 2026 10:19 AM
نظامی

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق"په داسې حال کې، چې د دغې ادارې د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور"طیب"، د نظامي ښوونې او روزنې واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورالله "دروېش" او یو شمېر نور مسوولین هم ورسره و، خوست ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت زندان له بېلابېلو امنیتي، اداري او خدماتي برخو څخه لیدنه وکړله او د چارو د ښه تنظیم، امنیتي تدابیرو او د زندانیانو وضعیت ارزونه یې ترسره کړله.

د محترم الحاج محمد کاظم "طارق"په مشرۍ پلاوي د یاد زندان له مسوولینو سره په لیدنه کې، د امنیتي چارو د لا پیاوړتیا، د نظم د ټینګښت او زندانیانو د اصلاح او روزنې پروګرامونو د لا ښه تطبیق او د شرعي اصولو سره سم د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو سپارښتنه وکړله.

داراز، د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د دې ولایت د زندان له زندانیانو سره هم له نږدې ولیدل د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او د حل په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړله څو یې ستونزو او غوښتنو ته په وخت رسېدنه وکړي.

همداراز، د خوست ولایت د زندان مسوولینو د روانو فعالیتونو، شته ستونزو او اړتیاوو په اړه معلومات وړاندې کړل او د نظامي چارو مرستیال ډاډ ورکړ چې د چارو د لا ښه والي لپاره به لازم اقدامات ترسره شي.

په همدې حال کې، محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په مشرۍ پلاوي د نوموړي زندان د پرسونل او زندانیانو لپاره د خوړو، اباتې، پخلنځي، کانتین، تعمیراتي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

په پای کې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال لوی پاسوال محترم الحاج محمد کاظم "طارق"په مشرۍ پلاوي د خوست ولایت د زندان له امنیتي قراولونو، ټاورونو او امنیتي پوستو څخه په جلا جلا توګه لیدنه وکړله او د زندانیانو د امنیت د لا ټینګښت په موخه یې امنیتي مسوولینو ته یولړ سپارښتنې وکړې.

 

ذوالقعده ۲۶/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS