د کابل ولایت د نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې په انګړ کې  دوو لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالي وشوه

news_admin
Wed, May 20 2026 9:58 AM
توقیف

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د ښوونې او بيا روزنې رياست او د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د ټولشموله ورزشونو امريت په همغږۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې توقیفخونې امريت په ورزشي لوبغالي کې د دې توقیفخونې د توقیفیانو د دوو لوبډلو ترمنځ د واليبال یوه ورځینۍ دوستانه سيالي وشوه.

د دغو سياليو د پيل په مراسمو کې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د ښوونې او بيا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د نشه یي توکو سره د مبارزې د توقیفخونې امر محترم مولوي عبداللطیف "سجاد" د ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي رئيس محترم محمد يوسف  "افتخار "، د هنډبال ملي فډراسيون رئيس محترم هدایت الله  "کاموال "، د سترې محکمې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رئیس محترم مفتي احمد الله  "احمدي " او یوشمېر نورو مسوولینو او ورزشکارانو توقیفیانو او مینه والو ګډون کړی وو.

په دغو مراسمو کې د دي ادارې د ښوونې او بيا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد ناصري ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د لوبو له چمتو کوونکو څخه مننه وکړله او له توقیفیانو څخه وغوښتل، چې د نشه یي توکو د استعمال او پېر او پلور څخه ځان وساتي.

 همداراز، نوموړي توقیفیانو ته یې د ورزش، تعلیم او حرفوي زده کړو په برخه کې د هر ډول زمینې برابرولو ډاډ ورکړ.

ورپسې د ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي رئيس محترم محمد يوسف افتخار د دغو سياليو پر ترسراوي، په زندانونو کې دې ته ورته سيالیو د برابرولو او عامه کولو په هکله خوښي څرګنده کړله او ورزش يې د جسمي قوت ترڅنګ د ذهني او رواني پياوړتیا لپاره مهم یاد کړ او هم یې د ورزش ادارې د لاسته راوړنو د بیانولو سربېره نوموړې ادارې سره د ورزش عمومي ریاست د رهبرۍ د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د دغو مراسمو په بله برخه کې د واليبال یو لوبغالی هم پرانيستل شو، چې په لومړۍ لوبه کې د یادې توقیفخونې د توقیفیانو (الف) لوبډلې د یوې دوستانه لوبې په ترڅ کې خپلې سیالې (ب) لوبډلې ته د ۱۵/۱۴ امتيازونو په توپير ماتې ورکړله او بریا يې خپله کړله.

په پای کې، د زندانونو چارو  د تنظیم ادارې او د ورزش عمومي ریاست د مسوولینو له لورې د دواړو لوبډلو لوبغاړو ته ستاينليکونه او ورزشي توکي هم ورکړل شول.

 

ذوالحجه الحرام ۳/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS