د کونړ ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي یې د دې ولایت د پېچ درې ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله
د دغه ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي تېره ورځ د نوموړي ولایت د پیچ درې ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړلې.
داراز، پلاوي د دغې ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره هم ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې، چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د رسېدنې، د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وشوه.
محرم الحرام ۱/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
