د کاپیسا ولایت زندان لپاره نوي امر په دنده پیل وکړ

news_admin
Sun, Sep 27 2026 2:08 PM
معرفی

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني"عادل"او یو شمېر نورو مسوولینو یې هم ملتیا کوله، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې محترم مولوي ذبیح الله "طلحه" د یاد زندان د نوي امر په توګه کارکوونکو ته معرفي کړ.

همداشان، د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د دې زندان له پخواني امر څخه مننه وکړله او د هغه تېر خدمتونه او لاسته راوړنې یې وستایلې او له نوي امر څخه یې وغوښتل چې د اړوندو چارو د لا ښه والي او ښه پرمخ وړلو لپاره نه ستړې کېدونکو هلوځلو ته دوام ورکړي.

تر دې ورسته، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال له زندانیانو سره هم وکتل، د هغوی غوښتنې او ستونزې یې له نږدې واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې قانوني او مشروع غوښتنو ته به یې د امکاناتو په حدودو کې رسېدنه وشي.

په پای کې، محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح"د کاپیسا د زندان اداري، روغتیایي، تعمیراتي، امنیتي او خدماتي برخې، د زندانیانو د استوګنې ځایونه، پخلنځی او نورې بېلابېلې برخې له نږدې و ارزولې او مسوولینو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې.

 

ربیع الثاني ۱۴/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS