د ریاست الوزراء عالي مقام د اداري مرستیال په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون د کندهار محبس له بېلابېلو برخو څخه لیدنه او ارزونه وکړله

news_admin
Mon, Oct 05 2026 1:59 PM
قندهار

د ا.ا.ا. د ریاست الوزراء عالي مقام د اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام "حنفي" په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون په داسې حال کې، چې د مخابراتو وزیر محترم ملا عبدالاحد "فضلي"، د افغانستان بانک رئیس محترم نوراحمد آغا، د استخباراتو اداري مرستیال محترم ملا بسم‌الله"عبدالله"، د دفاع وزارت لومړی مرستیال محترم حمیدالله "آخندزاده،" د ښار جوړونې وزیر محترم مولوي نجیب‌الله "حیات" او یو شمېر نورو مسوولینو یې هم ملتیا کوله، د یاد محبس اداري، امنیتي، روغتیايي، ښوونیزو او روزنیزو او خدماتي برخو ترڅنګ د محبوسینو د استوګنې ځایونه هم وکتل او د هغوی له ستونزو او غوښتنو څخه یې ځان خبر کړ.

په ورته وخت کې، محترم مولوي عبدالسلام حنفي محبوسینو ته په خطاب کې وویل، له تېرو ناسمو کړنو پښېمانه او توبه وباسئ او له شته اصلاحي او ښوونیزو فرصتونو څخه پوره ګټه واخلئ، څو له بند تر ازادیدو وروسته د سالم او ګټورو وګړو په توګه ټولنې ته وګرځی.

په پای کې، د نوموړي محبس محبوسینو هم خپلې یو شمېر غوښتنې له پلاوي سره شریکې کړې، چې د حل او ارزونې په برخه کې یې د پلاوي له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

 

ربیع الثاني ۲۲/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS