د کندز ولایت د زندان رئیس د دې ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

news_admin
Sat, Oct 17 2026 2:09 PM
کندز

د دغه ولایت د زندان رئیس محترم ملا نعمت الله "سراجي"او مل پلاوي د نوموړي ولایت د  دشت ارچي ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.

همداشان، پلاوي د نوموړې ولسوالۍ د توقیفخونې اداري، د خوراکي موادو، حفظ الصحې، روغتیایي او امنیتي چارې له نیږدې وارزولې او اړوند مسوولینو ته د خدماتو لا ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

داراز، د کندز ولایت د زندان رئیس او مل پلاوي د دشت ارچي ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره هم ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وشوه.

 

جمادي الاول ۵/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS