د پکتیکا والي د دې ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

news_admin
Sat, Oct 31 2026 1:55 PM
پکتیکا

د پکتیکا والي محترم   الحاج ملا مهرالله "حماد" چې د زندان مسوولینو یې ملتیا کوله د نوموړي ولایت د زندان اداري، امنیتي، خدماتي چارو، د زندانیانو د اوسېدنې، روغتیايي او اصلاحي پروګرامونو څخه لیدنه وکړله.

محترم الحاج ملا مهرالله حماد د زندان مسوولینو هڅې وستایلې او ټینګار یې وکړ چې د محبوسینو حقونو ته درناوی، د اصلاح او روزنې پروګرامونو پیاوړتیا او انساني چلند مراعت کول د اسلامي او انساني ارزښتونو له مخې مهم اصل دی.

داراز، د پکتیکا محترم والي ډاډ  ورکړ چې د ولایت مقام به د زندان شته ستونزو د حل او لا ښو اسانتیاوو برابرولو برخه کې اړینه همکاري وکړي.

همداراز، د یاد زندان امر محترم مولوي احسان الله صلاح الدین د محترم والي له پاملرنې مننه وکړله او د چارو د لا ښه سمون په موخه یې د همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ.

 

جمادي الاول ۱۹/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS