ولایتي خبر (کونړ) د کونړ ولایت په زندان آمریت کې د یو تن محجوز د قرآن کریم د حفظ او لسو نورو د ناظرې د ختم په مناسبت د دستاربندۍ مراسم ترسره شول
په یادو مراسمو کې یو تن محجوز د قرآن کریم د بشپړ حفظ او لسو تنو نورو محجوزینو د قرآن کریم د ناظرې د ختم په ویاړ د دستاربندۍ په مراسمو کې وستایل شول.
د کونړ ولایت د زندان امر محترم الحاج ملا محمد نور "بلال شاهین"، په خپلو خبرو کې د محجوزینو د دیني زدهکړو له پرمختګ څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې محجوزینو په لږ وخت کې د پام وړ دیني زدهکړې ترلاسه کړې دي.
نوموړي د دیني زدهکړو پر دوام او د قرآن کریم د لارښوونو پر عملي کولو ټینګار وکړ.
په دغو مراسمو کې د کونړ ولایت د عدلیې رئیس محترم مولوي عبدالستار، د علماوو شورا رئیس او د امر بالمعروف ریاست استازي هم ګډون کړی و.
جمادي الاخر ۱۳/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو عامه اړیکو امریت
