د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د عمومي رئیس سره ولیدل

news_admin
Tue, Nov 24 2026 3:24 PM
رییس عمومی جدید

د ا.ا.ا د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزیر محترم حاجي عبدالاحد "فضلي"، په داسې حال کې چې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم مولوي عبدالکریم "جهادیار"، د دې ادارې مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد" او یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې محترم مولوي عبدالکریم "جهادیار" ته د یادې ادارې د عمومي رئیس په توګه د ګمارلو مبارکي ویلو سربېره په چارو کې د لابریاوو هیله وکړله.

همداراز، په ناسته کې دواړو لورو د اړوندو ادارو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا، د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ د اسانتیاوو پر برابرولو، د اداري چارو د برېښنايي کولو او د کاري بهیرونو د لا ښه تنظیم په اړه خبرې او نظرونه تبادله کړل.

همدارنګه، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اړتیاوو او تخنیکي برخو په تړاو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د همکارۍ پر څرنګوالي هم بحث وشو.

د ناستې په پای کې، دواړو لورو د اړوندو برخو د لا ښې همغږۍ او همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ.

 

جمادي الاخر ۱۳/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS