د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه پلاوي د پروان او کاپیسا ولایتونو له زندانونو لیدنه وکړه

news_admin
Thu, Oct 13 2022 10:56 AM
رییس تعمیرات

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د ادارې د تعمیراتو د رئیس محترم الحاج عبدالرحمان عابد په مشرۍ یوه پلاوي د نوموړو ولایتونو له زندانونو او مسوولینو سره لیدنه وکړه.
د پروان ولایت د زندان مسوولینو یاد پلاوي سره د ځینو نورو غوښتنو ترڅنګ د برېښنا په برخه کې د شتو ستونزو په اړه خپلې اندېښنې شريکې کړې، چې پلاوي هم ورته د رسېدنې ژمنه وکړه.
محترم عابد او مل پلاوي یې په ورته وخت کې، د کاپیسا ولایت د زندان له مسوولینو سره هم وکتل او پر یو شمېر اړوندو مسایلو د خبرو ترڅنګ ترې د پروان ولایت د زندان د برېښنا ستونزې د حل د همکارۍ غوښتنه وکړه، چې د کاپیسا د زندان مسوولینو ورته د یوه جنراټور مرسته وکړه او نوموړي پلاوي هم یاد جنراټور پروان ولایت ته ولېږداوه او د هغه زندان د برېښنا ستونزه یې پرې حل کړه.
د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین تل په دې هڅه کې دي، چې د ورته فعالیتونو پرمټ د مرکز او ولایتونو د ازادۍ سلب مرکزونو ستونزې حل او لاسته راوړنې یې غښتلې کړي.

ربېع الاول- ۱۷/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS