د زندانونو چارو د سمون ادارې په مرکزي برخو کې د دښمن د ناببره بریدونو د مخنیوي په موخه امنیتي پروا ترسره شوه

news_admin
Thu, Oct 13 2022 1:29 PM
اجرای پروا

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم پاسوال قاري حبیب الله "بدر" نن(پنجشنبې) په داسې حال کې، چې د ادارې د ګارنېزیون او د مرکزي زندان د امنیتي قطعې قومندان محترم مولوي شرافت الله "حقاني" او د مرکزي امنیتي برخو یو شمېر مسوولینو یې ملتیا کوله، کابل کې د ادارې د مرکزي برخو، زندانونو او توقیفخونې کې د امنیتي پروا د ترسره کېدو له بهیر څخه لیدنه وکړه.
د یادې پروا موخه، د ازادۍ سلب پر مرکزونو د دښمن د ناببره بریدونو د دفعې او مخنیوي لپاره د امنیتي تدابیرو غښتلي کول او نیمګړتیاوو ته رسېدنه ده.
محترم بدر له نوموړي بهیر څخه د لیدنې پرمهال، په امنیتي برخه کې مسوولینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.
د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې امنیتي او نظامي مسوولین کوښښ کوي، څو د یادو فعالیتونو په ترسره کولو سره د ازادۍ سلب مرکزونو، ښځینه او نارینه پرسونل، زندانیانو، توقیفیانو او محجوزینو امنیت خوندي وساتي.

ربېع الاول- ۱۷/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS