د زندانونو چارو د سمون ادارې تخنیکي او مسلکي کمېټې په خپلې شپږمې ناسته کې پر یو لړ مهمو مسایلو بحث وکړ

news_admin
Tue, Oct 18 2022 9:41 AM
کمیته

د ادارې پالېسۍ او مسلکي معاونیت په وړاندیز او د ادارې رهبرۍ په منظورۍ د کابل ولایت د زندانونو چارو د سمون رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق" په مشرۍ او د ۱۱ بېلابېلو رئیسانو په ګډون رامنځته شوې کمېټې د خپلو ناستو په لړ کې نن( دوشنبې) د طرح، تحلیلولو، توحید یا یوځای کولو، پالېسۍ، پلان او ریپوټ ورکولو کړنلاره مطالعه او تصویب کړه.
دغه راز، کمېټې په دې ناسته کې د نوموړې ادارې له معیاراتو سره سم له غزني څخه کابل ولایت ته د یو تن بندي د لېږد په اړه قانوني او اصولي پرېکړه وکړه.
همداشان، کمېټې په خپلې دې ناسته کې د بېلابېلو کاري برخو له چارو د عملي څارنې پر پلان هم تر خبرو وروسته د تایید مهر ولګاوه.
هېره دې نه وي، چې یادې کمېټې په تېرو ۵ ناستو کې، د کمېټې د ناستو د څرنګوالي، د بندیانو او محجوزینو د ورزشی کړنلارې، د ملکي خدمتونو د بستونو د دندو د لایحو، د بندیانو د حضوري ملاقاتونو د کړنلارې، په کشفي او امنیتي اورګانونو کې د تورنو د ساتلو د څرنګوالي په اړه د امیرالمومنین حفظه الله د فرمان د تطبیق، د ولایتي نظارتي پلان، د صعب العلاجو بندي ناروغانو د څرنګوالي او د بندیانو شکایتونو ته د رسېدنې د لارښود او یو لړ نورو مهمو مسایلو په اړه بحث او لازمې پرېکړې کړې دي.
د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې تخنیکي او مسلکي کمېټې د رامنځته کېدو موخه د یادې ادارې د جوړو شویو کړنلارو، لایحو او لارښودونو ارزونه او د نویو لارښودونو طرح کول او نورو ناڅرګندو مسایلو څپړل او بحث کول دي.

ربېع الاول- ۲۱/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS