د جاپان د SVA موسسې له خوا د ننګرهار په مرکزي زندان کې د یوه منظم ښوونځي او کتابتون سروې پایته ورسېده

news_admin
Tue, Oct 18 2022 3:01 PM
ننگرهار 1

د نوموړي ولایت د مرکزي زندان د رهبرۍ د پرلپسې هڅو او وړاندیز پربنسټ، تېره ورځ د جاپان هېواد د اېس وي اې موسسې په مالي همکارۍ د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست له خوا د یاد زندان د بندیانو لپاره د یوه منظم او په عصري امکاناتو سمبال ښوونځي او کتابتون د سروې چارې پایته ورسېدې.
په همدې اړه د نوموړي ولایت د زندانونو چارو د سمون رئیس محترم ملا محمد نور بلال "شاهين" د دې ولایت د پوهنې رئيس محترم مفتي حبيب حضرت "حقاني" سره د یوې کتنې پرمهال د یادې سروې پر پایته رسېدو خوښي وښوده او په دې برخه کې یې د پوهنې ریاست د لا نورو همکاریو غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې، د ننګرهار ولایت د پوهنې رئیس هم د خپلو امکاناتو پرمټ د هرډول همکاریو د ژمنې ترڅنګ وویل، د .ا.ا.ا د پوهنې وزارت هڅه کوي، څو په مرکز او ولایتونو کې د ښوونې اوروزنې لپاره ښه زمینه برابره کړي، چې یو له هغو د هېواد د زندانونو د ښوونیز بهیر د غښتلي کولو هڅه ده.
د یادونې وړ بولو، چې د ننګرهار ولایت د زندان د کتابتون په جوړېدو سره به د زندان پرسونل هم ترې برخمن شي.

ربېع الاول- ۲۲/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS