د کندهار د مرکزي زندان رئیس او مل پلاوي یې د دغه ولایت د ۳ ولسوالیو له توقیفخونو لیدنه وکړه

news_admin
Mon, Oct 24 2022 9:38 AM
کندهار 1

د کندهار ولایت د مرکزي زندان د رئیس محترم ملا نعمت ‌الله "سراجي" په مشري او د غه زندان د اداري مرستیال قاري بشیراحمد " شمشاد"، د لوژېستیک امر مولوي عبدالهادي، د تعمیراتو امر فضل محمد او د ټولي قومندان په ګډون یوه پلاوي د یاد ولایت د پنجوايي، ژړۍ، او میوند ولسوالیو له توقیفخونو لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې، لومړی د نوموړو ولسوالیو د توقیفخونو مسوولینو له پلاوي سره د خپلو ترسره شویو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات شریک کړل.
همداشان په دې لیدنه کې، د یاد پلاوي او د توقیفخونو د مسوولینو ترمنځ د تعمیراتي چارو، د بندیانو اعاشې، اباتې، د پرسونل د ظرفیت لوړونې او یو شمېر نورو اړوندو موضوعګانو په هکله خبرې اترې او لازمې پرېکړې ونیول شوې.
په ورته وخت کې، پلاوي د نوموړو توقیفخونو له توقیفیانو سره هم له نږدې وکتل، د هغوی خبرې، نظرونه، وړاندیزونه او ستونزې یې واورېدې او د رسېدنې لپاره یې ژمنه وکړه.
د یادونی وړ ده، چې یاد پلاوی به د کندهار ولایت د نورو ولسوالیو له توقیفخونو څخه خپلو لیدنو او ارزونو ته دوام ورکوي.

ربېع الاول- ۲۷/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS