د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي د پکتيا او لوګر ولایتونو له زندانونو لیدنه وکړه

news_admin
Sat, Nov 05 2022 12:03 PM
د پکتا ولایت خبر

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د ښوونې او روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات" او د ارشاد او دعوت د رئیس محترم مولوي صديق الله "صديقي" په ګډون ټاکل شوی پلاوی، يادو ولايتونو ته ولاړ او هلته یې د زندانونو له مسوولینو سره د لیدنې په ترڅ کې د اړوندو مسایلو په اړه خبرې اترې کړې دي.
داراز، نوموړي پلاوي د پکتيا او لوګر ولايتونو د زندانونو ښوونيز او روزنيز بهير ارزولی او د ښه والي لپاره يې مربوطه مسوولينو ته لازمې سپارښتنې کړې دي.
همداشان، پلاوي د يادو زندانونو له پرسونل او بنديانو سره هم له نږدې کتلي او هغوی ته يې د ښه چلند کولو، له بديو ډډه کولو او نورو اصلاحي مسايلو د په پام کې نيولو په موخه لارښوونې کړې، چې د پرسونل او بنديانو د خوښۍ لامل شوې دي.
دا لومړی ځل نه دی، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولين د ازادۍ سلب مرکزونو څخه ليدنه کوي، بلکې تر دې وړاندې هم د ورته هڅو په ترڅ کې توانېدلي چې د بنديانو، توقيفيانو او محجوزينو له حاله ځان خبر، په بېلابېلو برخو کې يې ستونزې حل او په نوموړو مرکزونه کې ورته د اسانتياوو برابرولو ترڅنګ، ښوونيز، روزنيز او اصلاحي پروګرامونه پلې کړي.

ربېع الثاني۱۰/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړيکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS