د ننګرهار ولایت د مرکزي زندان د ګرد چاپېره سیمو د تلاشۍ پرمهال یوه اندازه وسلې او مخربې وسیلې ترلاسه شوې

news_admin
Sun, Nov 06 2022 1:23 PM
ننکرهار

د ننګرهار ولایت د مرکزي زندان، ملي امنیت ریاست او امنیه قومندانۍ د کشفي او امنیتي برخو استازو په ګډه همکارۍ او همغږۍ، تېره ورځ د یوه منظم او اوصولي پلان له مخې د یاد زندان ګرد چاپېره سیمې په قانوني ډول تلاشي کړې، چې په پایله کې یې څو میله وسلې، یوه اندازه غیر اخلاقي توکي او تخریبي وسیلې ترلاسه او په رسمي توګه یې اړوندو برخو ته د لا نورو اجرااتو لپاره وسپارلې.
د یادونې وړ بولو، چې دغه تلاشي د نوموړي زندان او بندیانو د امنیتي تدابیرو د زیاتولو او خوندیتوب لپاره ترسره شوې وه.

ربېع الثاني ۱۱/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو اوعامه اړيکو رياست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS