د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي د زابل ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
Mon, Nov 07 2022 4:12 PM
زابل

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د محترم مولوي رحیم الله "مدني" په مشرۍ یوه پلاوي زابل ته د سفر پرمهال د هغه ولایت له زندانه ‍لیدنه وکړه او له مسوولینو او پرسونل سره د دې زندان پر تخنیکي او نورو اړوندو چارو بحث کړی دی. 
داراز، یاد پلاوي د نوموړي زندان بنديانو سره په کتنه کې د هغوی وضعیت ارزولې او د هغوی د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په اړه معلومات راټول او ژمنه یې کړې، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري به پرې خبروي، څو یې په مرکز کې حللاره ولټول او په اړه یې مناسبه پرېکړه وشي.

ربېع الثاني ۱۲/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړيکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS