د زندانونو چارو د سمون ادارې یو پلاوی د نیمروز ولایت د زندان د نوې ودانۍ ځینو ستونزو ته د رسېدنې لپاره ولاړ

news_admin
Sat, Nov 12 2022 12:39 PM
نیمروز

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف " مستري" په سپارښتنه، د ادارې د تعمیراتو د رئیس محترم عبدالرحمان "عابد" په مشرۍ یوه پلاوي نیمروز ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د زندان له نوې ودانۍ لیدنه وکړه او اړوندو مسوولینو ته یې د زندان د هغو ځایونو د ترمیمولو سپارښتنه وکړه، چې تخریب شوي وو.
همداشان، نوموړي پلاوي د نیمروز ولایت د زندان په نوې ودانۍ کې د برېښنا او اوبو د ستونزو د حل لپاره هم مسوولینو ته په سمدستي توګه د کار پیلولو سپارښتنه کړې ده.
داراز، د ادارې د تعمیراتو د رئیس په مشرۍ پلاوی وايي، دوی به د نیمروز د زندان د نوې ودانۍ د یادو رغنیزو چارو، برېښنا او اوبو سیستمونو د تنظیمولو لپاره په ولایتي او مرکزي کچه هراړخیزه هڅه وکړي، څو یې پرسونل ته د خدمت کولو او بندیانو ته د ژوند کولو مناسبې اسانتیاوې برابرې شي.

ربېع الثاني ۱۷/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS