د زندانونو چارو د سمون ادارې لسګونو ساتنمنانو لپاره یو میاشتنی مسلکي او ښوونیز کورس پیل شو

news_admin
Mon, Nov 28 2022 1:41 PM
مرکز تعلیمی

په دغه کورس کې به د یادې ادارې د مرکز او ولایتونو د زندانونو۱۵۴ تنو مجاهدینو ته، چې نوي د ساتنمنۍ په بست کې ګمارل شوي، د مسلکي وړتیا لوړونې لپاره په اړه مسلکي زده کړې ورکول کېږي.
په دې اړه د جوړو شویو مراسمو پرمهال، چې د ادارې د ښوونې او روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث" سادات"، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي صدیق الله" صدیقي" او یو شمېر نورو ملکي او نظامي مسوولینو شتون درلود، ویناوالو د کورس ګډونوالوته خبرې وکړې.
نوموړو ویناوالو په خپلو خبرو کې وویل: « ښوونکي به تاسو ته ستاسو د چارو اړوند د ښوونیزو او مسلکي زده کړو تر څنګ، دیني او فکري پوهه هم درزده کوي، نو لازمه ده چې خپل وخت بې ځایه تېر نه کړئ، له زده کړیو مسایلو څخه په خپلو روزمره چارو کې ګټه واخلئ او له خپلو همکارانو سره یې شریک کړئ».
د یادونې وړ بولو، چې تر دې وړاندې هم د زندانونو چارو د سمون ادارې له مسلکي او ښوونیز کورس څخه لسګونه تنه ساتنمنان فارغ او خپلو دندو ته په بېرته تګ سره یې په چارو کې مثبت بدلون راغلی دی.

جمادي الاول ۴/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS