د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمیسیون په اتلسمه ناسته کې پر یو لړ مهمو مسایلو بحث وشو

news_admin
Mon, Nov 28 2022 1:49 PM
کمیته تشکیلات

ياده ناسته، چې د نوموړې کمیسیون د رئیس او د ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستيال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ او د نظامي مرستیال محترم پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي "اخندزاده"د کابل د زندانونو چارو د سمون رئیس محترم مولوي عبداللہ "حقيق" او يو شمير نور مسئولين په ګډون جوړه شوې وه، په کې پر يو لړ تخنیکي او نورو اړتیا وړ مهمو موضوعګانو خبرې اترې او پرېکړې وشوې.
د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمیسیون د رامنځته کېدو موخه د ادارې د تشکيلاتو، ګومارنو او د چارو د سمون او اړوندو مهمو مسایلو څېړل، بحث او پرېکړې کول دي.

جمادي الاول ۴/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS