د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه پلاوي د کندهار ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
Thu, Dec 01 2022 12:44 PM
کندهار

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د مقام د سلاکار محترم الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ ټاکل شوی پلاوی، تېره ورځ کندهار ته تللی او د هغه ولایت له زندانه یې د لیدنې په ترڅ کې د زندان له رئیس محترم نعمت الله "سراجي" او پرسونل سره د ځینو مربوطه موضوعګانو په هکله بحث کړی دی.
همداشان، یاد پلاوي د نوموړي ولایت د زندان کاري او اداري شعبې، خوړو(اعاشې)، اباتې، برېښنا او بېلا بېلې برخې او تعمیراتي او روغتیايي چارې ارزولي او د شتو ستونزو د حل لپاره یې له اړوندو مسوولینو سره سلا مشورې کړې دي. 
پلاوي داراز، د نوموړي زندان بنديانو سره هم له نږدې کتلي، د هغوی وضعیت یې ارزولی او د زندان مسوولينو ته يې د بندیانو لپاره د اسانتياوو پر زیاتولو او د هغوی ستونزو او روا غوښتنو ته د رسېدنې لپاره لازمې لارښوونې کړې دي.
د محترم الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ ټاکل شوی پلاوی زیاتوي، دوی به د کندهار ولایت د زندان د ارزولو په بهير کې هغه یادداشت کړې ستونزې، چې حل یې په اړوندو ولایتونو کې امکان نه لري، له ځان سره د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ ته رالېږدوي، څو یې په مرکز کې حللاره ولټول او په اړه یې مناسبه پرېکړه وشي.

جمادي الاول ۷/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړيکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS