د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېسیون ځانګړې غونډه ترسره شوه

news_admin
Tue, Dec 13 2022 2:08 PM
غونده

ياده ناسته، چې نن(سه شنبې) د نوموړې کمېسیون د رئیس او د ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستيال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ او د ادارې د نظامي مرستیال محترم پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د ادارې د مقام سلاکار محترم مولوي اسدالله "مولانا"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي "اخندزاده"، د کابل ولایت د زندانونو چارو د سمون رئیس مولوي عبدالله "حقیق"،  د مقام د دفتر رئیس محترم عبيدالله "اخلاص"، د اداري او خدماتو رئیس محترم مولوي عبدالمالک "خاکسار" او يو شمېر نورو مسوولينو په ګډون جوړه شوې وه، په کې پر يو لړ تخنیکي او نورو اړتیا وړ مهمو موضوعګانو خبرې اترې او له اصولو سره سمې ځینې پرېکړې وشوې.
د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېسیون د رامنځته کېدو موخه د ادارې د تشکيلاتو، ګومارنو او د چارو د سمون او اړوندو مهمو مسایلو څېړل، بحث او پرېکړې کول دي.

جمادي الاول ۱۹/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS