د مخکیني حکومت د مشرانو جرګې یوه غړي د هلمند ولایت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

news_admin
Thu, Feb 02 2023 11:50 AM
هلمند

د مخکیني حکومت د مشرانو جرګې غړي هاشم الکوزي تېره ورځ د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د مرکزي زندان له مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې او تر هغې وروسته یې د دغه زندان له ټولو برخو لکه: د بندیانو د خونو یا سلولونو، کانټین، درملتون او پخلنځي څخه له نږدې لیدنه وکړه.
هغه د یادې لیدنې او ارزونې په ترڅ کې وویل: « تېر نظام کې به له بندیانو سره سم چلند نه کېده، هغوی به ځورول او ربړول کېدل، په پوره توګه به درمل نه ورکول کېدل، د تابلو او مهال ويش مطابق به ورته ډوډۍ نه ورکول کېده او د دوی د ډوډۍ لپاره به ځانګړې شوې مالي بودجه شخصي جېبونو ته تله».
داراز، نوموړي د هلمند ولایت له زندان څخه د لیدنې پرمهال زیاته کړه، « په دغه زندان کې د تېر نظام د ملکي یا نظامي کارکوونکو د شتون او یا له بندیانو سره د تاوتریخوالي په اړه پر دې زندان لګېدلي تورونه بې بنسټه دي، ځکه ما په دې اړه هيڅ ونه لیدل او نه یې کوم شواهد موجود وو».
هاشم الکوزي د افغانستان د اسلامي امارت د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ څخه مننه وکړه، چې په راتګ سره یې په زندانونو کې فساد له منځه تللی، د بندیانو د اصلاح لپاره یې غوره پروګرامونه عملي کړي او هغوی ته یې هرڅه په منظم ډول چمتو کړي دي.
د هلمند ولایت د زندان مسوولینو هم په دې لیدنه کې ژمنه وکړه، چې دوی د نوموړې ادارې د رهبرۍ په همغږۍ د دې زندان د بندیانو د اصلاح په موخه لازم او ګټور بېلابېل پروګرامونه جوړ کړي او دې چارې ته دوام ورکوي.
په ورته وخت کې، د یاد زندان بندیانو هم د مسوولینو له خوا د ښه چلند له امله د خوښۍ په څرګندولو سره وویل:« دوی پر وخت زموږ درملنه کوي او موږ ته مجهزه ډوډۍ راکوي».

رجب المرجب ۱۱/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS